ننګرهار کې د جاوېد افغان فابریکې رییس حاجي تور ملنګ وايي، چې د غنمو اته تهرېشرې يې تاجکستان هېواد ته ولېږلې.
يادې فابريکې تر دې وړاندې هم د غنمو دولس تهرېشرې دغه هېواد ته لېږلې وې.
دغه فابريکه پلان لري، چې په راتلونکي کې هم د منځنۍ اسيا هېوادونو ته يو شمېر نورې تهرېشرې ورولېږي.
د فابریکې د مسوولینو په وینا دوی هڅه کوي کورني تولیداتو ته پراختیا ورکړي.